د لاسرسي ځای

تازه خبر

" د افغان سولې په بهیر کې ښځو ته ونډه غواړو"


د افغان ښځو د ټولنې مشره فتانه ګیلاني وایي چې افغان حکومت باید د سولې په بهیر کې ښځو ته ونډه ورکړي.

میرمن ګیلاني دا خبرې نن (سېشنبه) د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.

نوموړي همدا رنګه وویل چې په تیرو ۱۳ کلونو کې ښځو ته د سولې په پروسه کې هېڅ ډول ونډه نه وه ورکړل شوې.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان او یو شمېر نورو ښځینه فعالانو هم له افغان حکومته غوښتي چې باید د وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې افغان ښځې هم شاملې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG