د لاسرسي ځای

تازه خبر

بوکو حرام له داعیش سره بیعت اعلان کړ


د بوکو حرام وسله وال
د بوکو حرام وسله وال

په نايجريا کې اسلامي سخت دريځې ډلې بوکو حرام له اسلامي دولت ډلې سره خپل رسمي بيعت اعلان کړ.

ادعا کیږي چې د بوکو حرام د مشر ابوبکر شيکاو دا اعلان پرون په عربي ژبه کې له ليکل شوي انګريزي ژباړې سره د غږیز پيغام له لارې پر ټولنيزي رسنۍ ټويټر خپور شو.

په دې پيغام کې ويل شوي دي چې بوکو حرام به د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د مشر خبره اوروي او مني به يې. تر هغه وخته به د قدرت پر سر له مشرانو سره لانجه نه کوي چې که څوک ښکاره خيانت وکړي او په اړه يې د خدای له طرفه ثبوت موجود وي.

دا پيغام له هغه وروسته خپور شوی چې پرون د نايجريا په شمال ختيځ ښار ( مايدوګوري ) کي د څلورو ځانمرګي بريدونو تور پر بوکو حرام پوري شو.

اسلامي دولت وسله واله ډله چې د داعیش په نوم هم پیژندل کیږي، د عراق او شام ترڅنګ یې اوس د نړۍ په یوشمیر نورو سیمو کې هم فعالیتونه پیل کړي دي. دغې ډلې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان لپاره هم خپل استازي په ډاګه کړي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ د وینا پرمهال ویلي وو چې یاده ډله ، د افغانستان ، سیمې او نړۍ لپاره خطرناکه ده او پرضد یې په ګډه کوټلي ګامونه پورته کول غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG