د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موسیقۍ د یو ویجاړشوي بازار کیسه


د پېښور د ډبګرۍ بازار هنرمندان
د پېښور د ډبګرۍ بازار هنرمندان

د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ښار د حسن او رڼا خپل رنګونه لري چې له پيړیو راهیسې یې نه یوازې د دې سیمې خلک بلکه د نورو سیمو سیلانیان هم خوشاله ساتلي دي. د پېښور ښار په دغو ښایسته وو رنګونو کې د موسیقۍ بازارونه هم شامل دي چې اوس یې یادونه افسانې پاتې دي. همدې موضوع ته ډان ورځپاڼې په یوه مقاله کې کتنه کړېده.

د مقالې لیکوال رضوان محبوب لیکي : څو کله مخکې چې سوات کې ارامي وه،د خپلو دوستانو سره د شپې پرمهال د سوات د غرونو په لمن کې داوشو د سیند په غاړه د خپلو ملګرو سره ناست و. دی وايي ، د شپې په چوپتیا کې د اور په غاړه سره ناست ول او د رباب منګي خوږه موسیقي یې اوریدله. دی وايي د رباب غږونکی د پېښور له ډبګرۍ بازار نه هلته ورغلی و. دی وايي، هماغه ورځ وه چې د ډبګرۍ بازار سره اشنا شو. نوموړی وايي تر کلونو کلونو پورې د اوشو دسین د مستو څپو او د رباب د هغې شپې ترنګ یې د یادونو ملګری و.

لیکوال پنځلس کاله پس یو وار بیا پېښور ته ځي او په زړه کې کري ریبي چې د ډبګرۍ بازار به هماغسې د پښتو موسیقۍ له هنرمندانو څخه ډک پک وي، خو چې کله هلته ورشي نو په دې خبره ورته سخت افسوس وشي چې هلته اوس د موسیقۍ دفترونه تړل شوي او هنرمندان له هغه ځایه کډه شوي دي.

نوموړی وايي د ځینو هنرمندانو سره یې چې پخوانۍ پیژندګلوي لرله ورسره یې ملاقاتونه هم وکړل، خو هغوی ټولو په پښتونخوا صوبه کې د موسیقۍ او موسیقارانو په بده ورځ ژړا کوله او له حکومته يې ګیلې هم لرلې چې د دوی د ستونزو هوارولو لورې ته يې هیڅ پام نه اړولو.

XS
SM
MD
LG