د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقي ځواکونو له اسلامي دولت ډلې دوور ښار بېرته نیولی


د عراق دولتي خبري آژانس وایي، حکومتي عسکرو د جمعې پر ورځ ستراتیژیکي ښارګوټی دوور “Dur” له اسلامي دولت ډلې څخه بیرته نيولی دی.

العراقیه تلویزیون د جمعې پر ورځ وویل، عسکرو د شیعه ملېشو او سني قومې وسله والو په ملاتړ د دور ښارګوټی په جګړه کې د اسلامي دولت زیات شمیر وسله وال وژلي دي.

دا ښارګوټی د تکریت ښار په لمنو کې پروت دی. پوځي قوماندانانو ویلي، دوور ښارګوټی په بشپړ ډول ازاد شوی او د بل مهم ښارګوټی (علم) پر وړاندې به نن (شنبې) پرمخ ولاړ شي. د قوماندانانو دا دعوې ازادو سرچينو نه دې تاید کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG