د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي ، امریکا د ایران پر هغو ګامونو نظر ساتي کوم چې د ده په وینا، په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ سبب ګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه او ایران هڅه کوي چې د دې هېواد د لانجمن ایټمي پروګرام په اړه یو تړون ته ورسېږي.
جان کېري دا څرګندونې په سویسټرزلینډ کې له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره تر درې ورځنیو خبرو وروسته د پنجشنبې پر ورځ په ریاض کې کړې دي.
جان کېري په ریاض کې د سعودي عرب له باچا او د خلیج د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ولیدل.
په سویس کې د خبرو اترو هدف دا وو چې ایران د یورانیمو غني کولو پروګرام محدود کړي د کوم په بدل کې چې به پر دې هېواد لګېدلي اقتصادي بندیزونه نرم کړل شي.
د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادنو ټاکلې چې د مارچ تر پایه به په دې اړه یو چوکاټ وټاکي او د جون تر دېرشمې به بشپړه تړون ته ورسېږي.