د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چراټ په دیني مدرسه کې کلتوري نندارتون


د چراټ په دیني مدرسه کې کلتوري نندارتون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:30 0:00

د نوښار، پبو پر چراټ سړک په جامعه عثمانیه کې پر لومړي ځل یو کلتوري او تاریخي نندارتون لګېدلی دی چې پکې د مدرسې طالب العلمانو د پښتونخوا تاریخي او کلتوري توکي او د تاریخي ځایونو نمونې نندارې ته وړاندې کړي. په دې کې د دیني مدرسو طالب العلمانو د سورې پر ضد او پر یو شمېر نورو موضوعاتو په خاکو کې خپله فنکاري وکړه. دې نندارتون ته د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل رحمان هم ورغلی وو او هغه هم د دینی مدرسو د طالب العلمانو له هنره او کلتوري نندارتونه خوندونه واخیستل. د مدرسې انتظامیه وايي، دا پروګرام یې د طالب العلمانو د ساعتېري او د مدرسو د ښه نوم جوړولو لپاره ترتیب کړی و. نور له پیښوره د غلام غوث په ویډیويي راپور کې

XS
SM
MD
LG