په روسیه کې مخالف سیاسي مشر بوریس نیمڅوف چې د فبرورۍ پر ۲۷مه، کریملین ته نږدې د یوه پله له پاسه په ډزو وژل شوی و، نن «نهې ورځ» په ماسکو کي خاورو ته سپارل کېږي.
د نیمڅوف خپلوان او ملاتړې په ماسکو کې، سخروف مرکز ته راټول شوي او د بشري حقونو د دغه پیژندل شوي مبارز د جنازي په مراسمو کې ګډون کوي.
د پولېنډ د یوې کلیسا راهیب بوګدان بوروزوویڅ په ګډون، یو شمېر اروپایي سیاستوال وایي، ماسکو ورته اجازه نه ده ورکړې چې د نیمڅوف د جنارې په مراسمو کي د ګډون لپاره روس ته ولاړ شي.