د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکو نه وروکولو په تور ګڼ کسان نیول شوي


د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ګوزڼ ضد کمپاین په ترڅ کې ۴۷۱ کسان خپلو ماشومانو ته د څاڅکو نه ورکولو په تور نیول شوي او د نورو نژدې سل کسانو پر ضد په تاڼه کې رپورټونه لیکل شوي دي.

د پېښور مرستیال کمشنر ویاند فېروز شاه نن «نهې ورځ» مشال راډیو ته وویل: هر چا که خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکو له ورکولو ډډه کوله نو پر ضد به یې قانوني کاروايي کېږي.

د خېبر پښتونخوا په دولسو ضلعو او ځېنې قبایلو سیمو کې د «صحت اتحاد» په نوم د ګوزڼ ضد دوه ورځنی کمپاین نن هم دوام لري چې صوبايي او مرکزي حکومتونه یې په ګډه چلوي او خوا اوشا اووه ویشت لاکه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو موخه ټاکل شوې ده.

چارواکي وايي چې دا کمپاین به د خیبر پښتونخوا په ګډون د جنوبي او شمالي وزیرستان، د سرحدي سیمو «ایف ار» په ځېنو برخو او د کډوالو په کېمپونو کې هم ترسره کېږي.

سږ کال »۲۰۱۵» په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغانو لس کېسونه مخې ته راغلي چې ډېری یې له خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG