د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییلو وزیراعظم د ایران اټومي پر ګواښونو وینا کوي


د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو، د ایران ایټمي پروګرام د احتمالي ګواښونو په اړه د امریکا کانګرس ته د وینا لپاره پرون «اتوار» واشنګټن ته روان شو.

دا وینا د کانګرس استازو جرګه کې د ریپبلیکن ګوند غړو له غوښتنې سره سم پلان شوې ده. دې پرېکړې چې په اړه یې سپینې ماڼۍ ته له مخکې خبر نه و، ورکړل شوی، ولسمشر بارک اوباما په غوسه کړی دی.

اسراییل وېره لري چې د ایران په اړه د ولسمشر اوباما ډيپلوماسي به چې له مخې یې یوې پرېکړې ته د رسېدو لپاره د مارچ میاشتې د پای مهلت ټاکل شوی، تهران د اټومي وسلې خاوند کړي، په داسې حال کې چې تهران دا ادعا رد کړې ده.

تراوسه د اوباما او نتنیاهو ترمینځ هېڅ راز کتنه نه ده پلان شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG