د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: 'قبایلي وسله وال دې د اسلامي دولت ډله پرېږدي'


د عراق وزیراعظم حیدرالعبادي
د عراق وزیراعظم حیدرالعبادي

د عراقي ځواکونو او کرد پېشمرګه په مرسته امریکايي هوايي بریدونو د اسلامي دولت وسله وال د بغداد له ګېرچاپېره سیمو، شمالي کردستان او له دیالا صوبې پر شا تمبولي دي.

د عراق وزیراعظم حیدرالعبادي په تکریت کې سني قبایلي وسله والو ته وروستی وار «فرصت» ورکړی چې داسلامي دولت وسله واله ډله پرېږدي.

تیره ورځ د وزیراعظم له دفتره په خپاره شوي یو بیان کې راغلي چې نوموړې د اسلامي دولت له وسله والو د تکریت ښار بیرته نیولو لپاره د پوځي عملیاتو جاج اخیستلو په موخه سمارا ته ورسېد.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې دا وخت د عراق په سني میشته صوبه صلاح الدین کې یو شمېر سیمې په خپله ولکه کې اخیستې دي چې یو پکې د پخواني پوځي واکمن صدام حسین پلرنی ټاټوبی تکریت هم دی.

د وزیراعظم حیدرالعبادي له دفتره په خپاره شوي بیان کې راغلي چې د مارچ په لومړۍ نېټه د صلاح الدین صوبې د نیولو لپاره پوځي عملیات اعلان شول خو تر اوسه په سیمه کې د پوځي هلوځلو په اړه راپورونه نشته.

د عراقي ځواکونو او کرد پېشمرګه په مرسته امریکايي هوايي بریدونو د اسلامي دولت وسله وال د بغداد له ګېرچاپېره سیمو، شمالي کردستان او له دیالا صوبې پر شا تمبولي دي. خو هغوی په صلاح الدین صوبه کې ډېری سیمې په خپله ولکه کې اخیستې دي او په مغربي انبار صوبه کې يې نورې سیمې نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG