د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن : دوه افغان سرتیري وژل شوي


چمن د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله
چمن د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله

د چمن امنیتي چارواکي وایي، د دې ښار په بایي پاس سیمه کې نامالومه وسله والو دوه تنه په ‌‌‌‌‌‌ډزو وژلي، چې وروسته یې پېژندګلوي د روزه ګل او احمدالله په نامه شوې ده.

چارواکي وايي ، دا دواړه سره وروڼه او په هلمند کې د افغان پولیسو سرتیري وو.

د چمن یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم اوغږ یې خپور شي د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وویل ،دا افغان پولیس سرتیري د افغاني طالبانو له خوا په هدفي وژنه کې وژل شوي او وسله وال طالبان په تېښته بریالي شوي دي.

خو تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی. افغان حکومت هم په دې پېښه څه ډول غبرګون تراوسه نه دی ښکاره کړی.

د ځینو راپورونو پر اساس ، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې افغان طالبان د پټېدو ځایونه لري او افغان حکومت هم په وار وار ویلي چې د کویټې د شورا په نوم د افغان طالبانو ځیني مشران او د هغوی وسله وال په کویټه او نورو ښارونو کې فعالیت کوي.

تر اوڅه څرګنده نه ده چې افغان سرتیري ولې د پاکستان لوري ته اوړيدلي وو، خو داچې پاکستان کې لا هم څومیلیونه افغان کډوال ژوند کوي، نو د اټکل سره سم ښايي د دغو افغان سرتیرو کورونه به هم په پاکستان کې وو.

XS
SM
MD
LG