د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د غلو مشهور مشر" رييس خداداد په دار شو


رييس خداداد
رييس خداداد

افغان چارواکو رييس خداداد د غلو يو مشهور مشر بللی وو او ويلي يې وو چې نوموړي په ډير ماهرانه ډول په مختلفو ملکونو کې په بدلونو نومونو ژوند کړی او په بدلو نومونو يې پاسپورټونه جوړ کړي وو.

په بېلابېلو جرمونو تورن، رييس خداداد په دار وځړول شو.

د افغان حکومت يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د مشال ريډيو افغان څانګې ته نن وويل چې د انسان تښتونې، غلا او نورو جرمونو لپاره تورن سيدالله چې په رییس خدایداد مشهور وو، يې نن غرمه اعدام کړی دی. نوموړی په پل چرخي زندان کې په دار شوی دی.

د افغانستان جاسوسي ادارې يا ملي امنيت(NDS)څه موده وړاندې رییس خدایداد په کابل کې په اوږدو او ځانګړو عملياتو کې ونيو. دوی دی يو ډير خطرناک او تر ټولو لوی مجرم وباله.

رييس د خلکو په تښتولو، غلاوو او وژنو تورن وو چې څه موده وړاندې په ځانګړو عملياتو کې ونيول شو

د جنورۍ په مياشت کې د کابل يو عدالت رییس خدایداد ته په هيواد او بهر کې په بېلابېلو جرمونو کې د لاس لرلو له امله د مرګ سزا اورول شوي وه. دي عدالت د نوموړي څلورو نورو ملګرو ته د قيد سزا اورولي وه. په دوی کې يو ته شل کاله او نورو دريوو ته اوه اوه کالونو بند سزا ورکړل شوي وه.

د افغان چارواکو په خبره رييس خداداد په مختلفو پاسپورټونو ځينو هيوادونو ته سفرونه کول او د افغانستان دننه يې بېلابېلو ولايتونو ته د تګ په وخت بدل بدل نومونه استعمالول. د ملي امنيت د معلوماتو تر مخه نوموړی په پاکستان، تاجکستان او دوبۍ کې هم په بدلو نومونو هستوګنه کړي.

لنډه موده مخکې داسې رپورټونه خپاره شول چې رييس خداداد د ملي امنيت له زندانه تښتيدلی خو بيا يې يادې ادارې يوه ويډيو خپره کړي چې پکې نوموړي په بنديخانه کې د موجوديت او د امنيتي ځواکونو د ښه سلوک خبره وکړه.

XS
SM
MD
LG