د لاسرسي ځای

تازه خبر

'هند دې پر کنټرول کرښه پارونې نه کوي'


د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف هند ته خبرداری ورکړی چې د کنټرول پر کرښه دې له پارونو ډډه وکړي که نه نو پاکستان به د سرغړونو ځواب ورکړي.

نوموړي دا خبره تېره ورځ له هند سره پولې ته نېږدې له پاکستانیو پوځیانو سره د لیدو پر مهال وکړه. ده پر هند تور پورې کړ چې په بیا بیا یې د اوربند سرغړونه کړې. ده وویل، د اوربند په بیا بیا سرغړونو سره هند ((پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د هغه هېواد له کیمپېنه اړول غواړي.)) شریف دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې ټاکل شوې د هند د بهرنیو چارو سېکرټر سوبرامنیم جې شنکر راتلونکې اوونۍ اسلام اباد ته ورشي او د دواړو هېوادونو تر منځ د شپږو میاشتو تر ځنډ وروسته خبرې بیا پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG