د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان او ترکي مشرتابه د ترهه ګرۍ ضد مبارزه باندې غږېدلي


د افغانستان او ترکیې ولسمشرانو د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بېګاني بیان کې راغلي، اشرف غني له خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره په ټیلي فون خبرې وکړې او په کابل کې په پرونۍ ځانمرګې حملې کې یې د ترکیې یوه پوځي په وژل کېدو له هغه سره غمرازي وکړه.

بیان وايي، غني اردغان ته وویل، افغانستان او سیمې ته د ګواښونو بڼه بدله شوې نو د مخنیوي لپاره یې د سیمې او نړۍ هېوادونو همکارۍ ضرورت دی. بیان د اردغان له خولې زیاتوي چې انقره به له کابل سره په امنیتي او اقتصادي برخو کې همکاري او مرستې زیاتې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG