د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې چاودنې د افغان اردو دوه سرتېري وژل شوي


نن د چارشنبې په ورځ ماسپښین مهال د خوست ښار د کباړ سرای په سیمه کې د
ملي اردو په ګاډي پسې بمي چاودنه وشوه، چې په کې لږ تر لږه د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او یو تن ټپی شوی دی.


د امنیتي مسوولینو په وینا بم د سړک په ګلدان کې ځای پر ځای شوی وو او د ریموټ کنټرول په واسطه د ملي اردو په رینجر ګاډي پسې چاودنه ورکړل شوې
ده.


په خوست کې د ملي اردو د لواء مطبوعاتي مسوول تورن عبدالله د یادې پيښې
په تړاو مشال راډیو ته وویل، چې په دې بمي چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او یو تن ټپي دی.


بل لوري ته د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکټر هدایت الله حمیدي وايي، چې د
خوست ولایتي روغتون ته د پيښې له ځایه درې مړي او دوه تنه ټپیان وروړل شوي دي.


تر اوسه کوم چا د دې پيښې د ترسره کېدو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي. د یادونې وړ ده، د خوست امنیتي مسوولینو تل رسنیو ته ویلي، چې د ښار د امنیت د خوندیتوب او د پيښو د مخنیوي په خاطر يې تدابیر ډېر کړي، خو بیا هم په ښار کې نننۍ بمي چاودنې د ملي اردو سرتیرو ته مرګ ژوبله واړو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG