د لاسرسي ځای

په زابل کې ۳۰ تنه تښتول شوي


افغان چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې نامالومه وسله والو ۳۰ شيعه ګان تښتولي دی. دغه هزاره توکمه شيعه ګان پرون «دوشنبه» د کندهار او کابل تر منځ په یوه بس کې پر لاره ول چې وتښتول شول.

د نصير احمد په نامه له غزني پېما بس کمپنۍ سره کارکوونکي يو چارواکي اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي چې د بس موټروان د مخ پټو کسانو يوه ډله وليدل چې د افغان اردو جامې يې په تن وې او ده ته يې د درېدو اشاره وکړه. موټروان هم فکر وکړی چې د ملي اردو غړي نو موټر يې ودروی.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي چې پوليس خپله بشپړه هڅه کوي چې تښتول شوي کسان راخوشي کړي. تر اوسه د دې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې

XS
SM
MD
LG