د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر له پاکستاني وزیراعظم سره ټېلیفون کړی


د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني د ګل په ماښام د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ته ټېليفون کړی او په دوه اړخیز تعلقاتو یې خبرې اترې کړې دي.

له وزیراعظم کوره جاري شوې خبر پاڼه په وینا، دواړه مشران پر دوه اړخیز معاملو او پر افغان ټرانزټ ټریډ غږېدلې دي.

پر دېموقع وزیراعظم نواز شریف ورته ویلي چې دواړو ملکونو ترمینځه دوه اړخیز تعلقات ورځ تر بلې مضبوطېږي.

وزیراعظم نواز شریف سره په خبرو کې د افغانستان اولسمشر پدې خبرې د اطمینان ښکاره کړو چې دواړو ملکونو ترمینځه تعلقات مخ په وړاندې روان دي او هر ورځ تیریدو سره د دواړو ملکونو اولسونو او ادارو ترمینځه رابطې هم مضبوطیږي.

له وزیراعظم نواز شریف سره په خبرو کې ولسمشر اشرف غني، تېره اونۍ افغانستان ته د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف د ورلیږلو مننه کړې او ویلې چې له دې سره به دوه اړخیز تعلقات مضبوطیدو کې مرسته ترلاسه شي.

د ذکر ده پر دې مهال دواړو مشرانو ویلي چې ترهګري د دواړو ملکونو مشترکه دښمنه ده او د دې خلاف یې د جنګ کولو د عزم څرګندونه هم وکړه.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ تعلقاتو په اړه د خبریال طاهر خان وایي، د دواړو ملکونو ترمینځ د اوسنيو تعلقاتو سطح ځکه د اطمینان وړ ده چې دواړو ملکونو ترمینځه د اعتماد بحالي شویده او دواړه داسي ګامونه اوچتوي چې د یو بل نه مطمین ښکاري.

د ده په وینا دواړه ملکونه غواړي چې په کومو خبرو اتفاق شوي دې چې په هغې کې پرمختګ وشي او په دې کې د سولې عمل د ټولو مهمه غوښتنه ده.

دې وایي، «د افغانستان چې د پاکستان نه کومه مهمه غوښتنه ده نو هغه دا چې سوله کې دې ورسره همکاري اوکړې شي نو داسي ښکاري چې پاکستان اوس داسي ګامونه اخیستې دي چې هغې ترې مطمین ښکاري، ډاکټر عبدالله چې د افغانستان ریس دې نو د هغه دا خبره کړیده چې یو څو ورځو کې طالبانو سره خبرې شروع شي او هغه تیره ورځ کابینې ته وینا کې وویل چې هاغه د پاکستان شکریه ادا کوي چې د پوځ مشر یې کابل ته رالیږلې وو نو زما خیال دې چې دا د اعتماد بحالي ده»

مشال راډیو سره خبرو کې ده زیاته کړه چې تجارت په اړه افغانستان ته اوس هم څه ګیلې دي ، کله چې د تیر کال په نومبر میاشته کې د افغانستان ولسمشر د پاکستان دوره کړې وه نو د څلویښتو نه زیاتې فیصلې شوې وې نو زما پخیال وزیراعظم نواز شریف سره په ټیلي فون دا خبره شوې وي ځکه چې اوس هم افغان تاجرانو ته مشکلات شته،،

بلخوا د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانې سفیر وایي رستم شاه مومند چې د دواړو ملکونو اړیکې به اله ښه کیږي چې کله په افغانستان کې جنګ بند شي.

«بنیادي خبره دا ده چې په افغانستان کې جنګ بند شي او دې لپاره کار وکړې شي. د حکومتونو ترمینځه اړیکې ښې کیدل ښه خبره ده خو خبره به هله هواریږي چې حالات په ځاې شي او له هغې پس له پولو پوځونه واپس شي او اقتصاد او د خلکو خیر ښېګړې ته پام ورکړل شي نو دا به زیاته غوره وي. دورې پخپل ځای ښه دي خو تر د دې مخکې دا سوچ و فکر پکار دې چې افغانستان کې به دا جنګ په کوم ډول بندېږي»

یاده دې وي پدې ورستیو کې دواړو ملکونو د اعلی چارواکو ترمینځه رابطې سیوا شویدې او د خبریال طاهر خان په وینا چې دا اوس د دواړو ملکونو ضرورت دې چې د یو بل اندیښنو ته توجو ورکړې او د یو بل غوښتنې ومني.

XS
SM
MD
LG