د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه او چمن کې چاودنې، یو سرتېری مړ او شپږ تنه ژوبل


په کوټه او چمن کې چاودنو د ملېشه ځواکونو يو سرتېری وژلی او شپږ ولسي وګړي يې ژوبل کړي دي.

په کوټه کې د ملېشه ځواکونو ویاند وايي، د سېشنبې په غرمه د کوټې په مارګټ سیمه کې ددوي په يوې ګزمه کوونکې ډلې د ماين چاودنه شوې، چې په کې يې د ویاند په خبره یو سرتېری وژل شوی دی.

د دوشنبې ورځ بیا په سرحدي ښارګوټي چمن کې پولیس چارواکي وايي، پر مال سړک دله یوې چاودنې شپږ ولسي وګړي ژوبل شوي دي. د دواړو چاودنو مسوولیت تراوسه هېڅ یوې ډلې نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG