د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو: د استخباراتي کارکونکو او وسله والو نښته، یو وسله وال مړ


بېګا ماښام په بنو کې د وسله والو او پاکستان پوځي استخباراتې ادارې د چارواکیو تر منځ له ډزو یو وسله وال وژل شوی او درې نور ژوندي نیول شوي دي.

چارواکي وايي، چې وسله والو د بنو سپورټس کمپلیکس مخې ته د پوځ استخبارتي ادارې پر چارواکو ډزې وکړې ـــ د استخباراتي ادارې غړو له ځوابي ډزو یو وسله وال ووژل شو او درې نور د تښتې مهال امنیتي سرتیرو ونیول.

پولیس وايي چې په نیولیو وسله والو کې یو ټپي دی.

د پیښې په اړه هېڅ یوې وسله والې ډلې لا څه نه دي ویلي. پولیس چارواکي وايي چې په سیمه کې د لټون عملیاتو مهال یې دېرش مشکوک کسان هم نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG