له پاکستانه په انګلیسي ژبه خپریدونکې ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون په یوه راپور کې لیکلي ، په شمالي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو پر ضد په روانه جګړه کې تر اوسه دوه سوه نولس پاکستاني عسکر وژل شوي او شاوخوا اته سوه ټپي شوي دي.
د پاکستاني پوځ د چارواکو په وینا ، له ۲۰۰۲م کاله راهيسې د دوی ټول څلور زره څلور سوه عسکر وژل شوي دي.
د ورځپاڼې په لیکنه ، د پاکستان د وژل شویو عسکر شمېر د هغو امریکايي سرتېرو دوه چنده دی چې په هم دې موده کې یې په افغانستان کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
مقاله زیاتوي ، په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د وسله والو طالبانو د خونړي برید دوې میاشتې وشوې او د پاکستان پوځي چارواکي اوس د دې جاج اخلي چې ایا دا جګړه به تر کله روانه وي؟
دي ایکسپریس ټریبیون زیاتوي ، د پاکستانیو عسکرو د زیاتېدونکې مرګ ژوبلې باجود پوځي چارواکي په دې اړه اندېښمن دي چې د هند له پولې عسکر دې قبایلي سیمو ته ولېږي.
ورځپاڼه د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف له خولې لیکي چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو پر ضد روانه جګړه به په یو څو میاشتو کې راغونډه شي.
بل پلو یو پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې پاکستان غواړي تر ۲۰۱۹م کاله به یو لک اویا زره عسکر په قبایلي سیمو کې وساتي.
ورځپاڼه د ځینو شننونکو او امریکايي چارواکو له خولې لیکي چې دوی په دې اړه خوشبینه نه دي چې پاکستان به د وسله والو دا جګړه پسې وغځوي.
د ورځپاڼې د دې کسانو له خولې زیاتوي چې ښايي پاکستان هغو ډلو ته څه ونه وايي کومې چې د دې ملک دفاعي او جاسوسي ادارو جوړې کړې وې.