د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا ګورنر : په قبایلي سیمو کې ترقیاتي کارونه زر پيلوو


د پښتونخوا ګورنر مهتاب عباسي
د پښتونخوا ګورنر مهتاب عباسي

د خیبر پښتونخوا ګورنروايي حکومت په قبایلي سیمو کې د امن و امان بحالۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره کوټلي ګامونه پورته کول غواړي.

سردار مهتاب عباسي دا څرګندونې د خالي په ورځ په ګورنر هاوس پېښور کې د جنوبي وزیرستان د مشرانو د یو پلاوي سره د لیدو پرمهال وکړې.

نوموړي زیاته کړه : د پوځي عملیاتو له کبله په موقتي ډول بې کوره شوي قبایل به زر خپلو سیمو ته ستانه شي او د دوی له ستنیدو وروسته به هلته پرمختیايي کارونه هم ترسره کیدل پيل شي.

د ګورنر له دفتره پرون مشال راډیو ته په تر لاسه شوې خبرپاڼه کې وويل شوی، چې د جنوبې وزيرستان يو پلاوي د ملک اکرام الدین په مشرۍ کې ګورنر سره ملاقات وکړ او د خپلو مشکلاتو د حل کولو غوښتنه یې وکړه.

نوموړي په دې موقع زیاته کړه :

(( قبایلو او د پاکستان سرتیرو د ترهګرۍ پرضد په جنګ کې ډیرې قربانۍ ورکړي او دا قربانۍ به په اوبو نه لاهو کیږي.))

نوموړي همدا راز هیله ښکاره کړه چې په قبایلي سیمو کې به مکمل امنیت د ځايي خلکو په ملاتړ سره قایمیږي. ګورنر وعده وکړه چې قبایلو ته به د ژوند ټول بنیادي اسانتیاوې ورکول کیږي.

بل پلو د شمالي وزیرستان خلکو له حکومته غوښتنه کړې چې د دوی د ستنولو لړۍ دې زر پیل کړای شي او د بیرته ستنولو لپاره دې یوازې اعلانونه نه کیږي، عملي ګامونه دې هم پورته کړای شي.

XS
SM
MD
LG