د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ نړيوال کپ: ويست انډيز پاکستان مات کړ


نن ويسټ اينډيز د نړيوال کرکټ کپ په يو ميچ کې پاکستان ته شکست ورکړ. پاکستان د ويسټ اينډير د ۳۱۰ په جواب کې په ۱۶۰ اوټ شو. په دې توګه يې دا ميچ په ۱۵۰ سکور وبايله.

د پاکستان کرکټ ټېم په روان پنځوس اووريز نړيوال کرکټ کپ کې نن خپل دوهم ميچ د ويسټ اينډيز په وړاندې وبايله.

نن د نيوزيلنډ په کريسچرچ هيګلی اوول کې د پاکستاني ټېم کپتان مصباح الحق ټاس وګاټه او لومړی يې د بالينګ کولو فيصله وکړه. ويسټ اينډيز د شپږو لوبغاړ په زيان ټول ۳۱۰ سکور جوړ کړل. په دي کې دنېش رامدېن ۵۱، لينډل سيمنز پنځوس، ډيين براوو ۴۹ او اينډريو رسل په ديارلسو بالونو ۴۲ سکور وکړل.

د پاکستان له خوا حارث سهېل دوه، محمد عرفان، محمد رياض او سهيل خان يوه يوه ويکټ واخيسته.

د څلورم اوور په شروع کې د پاکستان سکور يو وو او ۴ لوبغاړې يې اوټ شوي وو

د ۳۱۰ سکور د پوره کولو لپاره چې کله پاکستان بيټينګ شروه کړل نو ناصر جمشيد د لوبې په لومړي اوور کې د جيروم ټېلر په دوهم بال او يونس خان د همدي اوور پر شپږم بال اوټ شول. په څلورم اوور کې د پاکستان څلور لوبغاړي اوټ وو او يو سکور يې کړی وو.

د پاکستان ټول لوبغاړي په ۳۹ اوورونو کې په ۱۶۰ رنځونو اوټ شول. په دوی کې عمر اکمل ۵۹ او صوهيب مقصود پنځوس منډې جوړې کړي.

د ويسټ اينډيز جيروم ټېلر او اينډرې رسل درې، درې، سليمان بين دوه او ډيرين سمی او جيسن هولډر يوه، يوه ويکټ واخيسته. اينډری رسل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. تر دې مخکې هندوستان پاکستان ته په رواننړيوال کرکټ کپ کې خپل لومړی کې شکست ورکړی وو. ويسټ اينډيز خپل لومړی ميچ له آيرلينډ بايللی وو.

پاکستان به خپل دريم ميچ د مارچ په اول تاريخ د زمبابوی په وړاندې کوي. سبا افغانستان د سريلنکا او هندوستان د جنوبي افريقې په وړاندې لوبيږي.

XS
SM
MD
LG