د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشریف: ټولې صوبې دې د ترهګرۍ ضد قامي کړنلاره عملي کړي


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف په کوټه کې د یوې غونډې پرمهال
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف په کوټه کې د یوې غونډې پرمهال

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف پر ټولو صوبو ټينګار کړی چې د ترهګرۍ پر ضد دې جوړه شوې قامي کړنلاره په جدي توګه عملي کړي.

نوموړي دا خبرې پرون په کوټه کې د صوبې د ایپيکس يا سترې کمېټۍ د غونډې د مشرۍ کولو پر وخت وکړې.

وزيراعظم د بلوچستان پر حکومت هم غږ وکړ، چې که په دې لړ کې ورته هر څومره مرسته د مرکزي حکومت يا پوځ له خوا په کار وي، وربه کړل شي.

((د پاکستان د مرکزي حکومت يا پوځ له خوا چې تاسو ته څه ډول مرسته په کار وي، هغه به درسره وشي تر څو تاسو دا قامي کړنلاره په صحيح توګه عملي کړئ او قام د دې کړنلارې بشپړه پایلې وويني. يوازې د دې صوبې ولس نه بلکې ټول قام د ترهګرۍ پر ضد قامي کړنلارې نتيجو ته سترګې نيولې دي چې د ټولو په سلامشوره جوړه شوې ده.))

نواز شريف زياته کړه : که څه هم د قامي کړنلارې ټول نکات عملي کول آسانه نه دي او ځينې يې مشکل دي خو بايد ټول عملي کړل شي.

په دې غونډه کې د پاکستان د ځينو وفاقي وزيرانو او صوبايي ګورنر او وزير اعلا تر څنګ د پوځ او استخباراتي ادارو مشرانو هم ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG