د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصري هوايي ځواک په لیبیا کې د اسلامي دولت وسله وال په نښه کړي


دمصر پوځ وايي د اسلامي دولت وسله والې ډلې لخوا د یویشتو عیسوي مذهبه مصریانو د وژلو ویډیو خپراوي وروسته یې په لیبیا کې د یادې وسله والې ډلې په اهدافو بمباري کړې ده. د پوځ یو ویاند نن وویل په هوايي بمبارۍ کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې روزنیز کیمپونه او د وسلو زیرمې په نخښه شوي او د دې بمبارۍ موخه له وژونکو څخه انتقام اخیستل و. د مصر ولسمشر عبدالفتاح ال سیسي پرون اتوار ورځ وویل: هیواد یې حق لري چې په مناسبه لاره د اسلامي دولت د کړنو ځواب ووايي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG