د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار ولایتي شورا غړې انګېزه شینوارې مړه شوه


انګېزه شینوارې
انګېزه شینوارې

د ننګرهار ولایتي شورا غړې انګېزه شینوارې چې د فېبرورۍ پر لسمه نېټهپه جلال اباد ښار کې په يوه بمې چاودنه کې سخته ټپې شوې وه، بېګا شپه د کابل سردار محمد داود خان روغتون کې د درملنې مهال ساه ورکړه.

د نوموړې جنازه به نن «دوشنبه» دوه بجې د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې ادا کېږي.
انګېزه شينوارې په تېره دوره کې هم د ننګرهار ولایتي شورا وکيله وه او په ډېر جرات سره به يې د خپل ولس غږ اوچتاوه او په دولتي ادارو کې دننه یې ناروا کړنې رسوا کولې. او له همدې کبله یې سږکال هم د خلکو رايې تر لاسه کړې وې او ولایتی شورا ته بریالۍ شوې وه.

د افغانستان ولسمشر او د اجراییه ریاست مشر د انګیزې شینواري له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې.

د جمهوري ریاست په خپره شوې اعلامیه کې د هغې زړورتیا ستایل شوې ده.

په عین حال کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په لومړنی غونډه کې خپل د تسلیت او غم شریکي پیام د نوموړې له کورنۍ او دوستانو سره یې شریک کړل

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG