د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به خپله لاره بدله کړې وي؟


رضا رومي لیکي چې وزيراعظم نواز شريف د هر ډول وسله والې ډلې پر ضد د کاروايي خبره کړې وه خو اوس هم داسې ډيرې ډلې شته چي آزاد فعاليت کوي.

د سياسي چارو کارپوه رضا رومي په ايکسپرس ټربيون ورځپاڼه کي ليکي چي پر شپاړسم دسمبر پيښور آرمي پیلک سکول د بريد شاوخوا دوې مياشتي شوي دي خو لاهم دا په ډاګه نه ده چي آیا پاکستان خپله لاره بدله کړې هم ده او که نه؟

د ده په خبره له وخت تېرېدو سره سره د دې ناورين په اړه د خلکو خپګان ختم شوی دی او دوی خپلو عادي کارونه ته مخه کړې ده، بيورکريسي خپل ورځني کارونه پرمخ وړي، سياستوالاو بيانونه ورکړل او پوځ خپل نوم ښه کړ.

د ليکوال په وينا د ترهګری پر ضد جوړ شوی قامي ايکشن پلان باندې عمل شروع شوی دی او په زرګونه کسان نيول شوي هم دي خو لا هم داسي هيڅ منصوبه نشته چي وښيي پر دوی به څنګه مقدمې چليږي.

خو د رضا رومي په خبره د پخوا په څير به دا ځل هم عدالتونه دغه کسان په ضمانت خوشي کړي.

دا رنګه پوځي عدالتونه هم کار پيل کړی دی چې ځينې خلک يې د هرې ناروغۍ علاج ګڼي.

ليکوال زياتوي چې وزيراعظم نواز شريف د هر ډول وسله والې ډلې پر ضد د کاروايي خبره کړې وه خو اوس هم داسې ډيرې ډلې شته چي آزاد فعاليت کوي.

د ده په خبره حکومت يوه ورځ پر جماعت الدعوه بنديز ولګوي او بله ورځ چې ګورو بيا دغه بنديز نه وي او د دې ترڅنګ اهل سنت و جماعت او نورې مدرسې چې د جماعت الدعوه د ملا تير دی په پوره ډول فعاله دي.

ليکوال پر مخ ليکي بايد پاکستان نور له بهر د راوړل شوو نظريو د جګړي ميدان جوړ نشي او پر وسله والو مليشه وو سترګي بندي نکړي.

د دې ترڅنګ رضا رومي پر دې خبره هم ټنګار کوي چي بايد د د ولسي بحثونو له لارې د رياست احتساب وشي او تر څو چې د زورو ادارو احتساب او ځواب طلبي ونشي دوی به بيا بيا غلطياني کوي.​

XS
SM
MD
LG