د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاشغرـ ګوادر لارې اړولو پر ضد په کوټه کې احتجاج


په کوټه کې نن سوداګرانو د پاکستان حکومت هغه پلان پر ضد کاربندیز اعلان کړی چې په نتیجه کې یې د ګوادر – کاشغر اقتصادي لار له پښتونخوا او بلوچستانه پنجاب ته اړول کېږي.

یو شمېر سیاسي او مذهبي ګوندونو او ډلو هم د سوداګرانو د دې احتجاجي کاربندیز ملاتړ کړی دی. د سوداګرانو استازو نن مشال راډیو ته وویل، دوی د جمعې تر لمانځه وروسته په کوټه کې احتجاجي لاریون هم کوي.

هلته تېره ورځ په ډېره اسماعیل خان کې سیاسي ګوندونو، سوداګرانو، بېلا بېلو ټولنو او دیني عالمانو هم د ګوادر – کاشغر لار له پښتون مېشته سیمو د اړولو پلان پر ضد غونډه وکړه او د پلان نه بدلولو په صورت کې یې د وفاقي حکومت پر ضد د لویو احتجاجونو اعلان وکړ. د پاکستان حکومت وايي، لار یې نه ده بدله کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG