د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټانک کې د وکیلانو وژلو پر ضد د پښتونخوا بار کونسل احتجاج


په ټانک کې د وکیلانو وژلو پر ضد د پښتونخوا بار کونسل احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:54 0:00

نن د نهې ورځ د ټولې خېبر پښتونخوا بار کونسل په اعلان په ټانک ضلع کی د دوو وکیلانو د هدفي وژنو پر ضد وکیلان د احتجاج په توګه عدالتونو ته حاضر نه شول. د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې پرون د ګل ورځ نامعلومه کسانو چې پر موټر سایکل سپاره ول پر دوو وکیلانو عبدالرحمان او یوسف برکي ډزې وکړې چې پکې عبد الرحمان هغه شېبه ووژل شو او یوسف برکي نن د سېشنبه ورځ په روغتون کې ساه ورکړه. غلام غوث د پېښور های کورټ ته ورغلی او له یوه مشر وکیل او سیاستوال لطیف اپرېدي سره یې په دې اړه خبرې کړې

XS
SM
MD
LG