د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیري او ظریف سبا له یو بل سره ګوري


رپورټونه وايي، لوړپوړي امریکايي او ایراني ډېپلوماټان به سبا د جرمني په میونښ کې د اټومي پروګرام محدودولو په بدل کې پر هغه هېواد د بندیزونو نرمولو په لړ کې تړون ته د رسېدو په اړه خبرې وکړي.

تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یوه چارواکي له خولې وویل شول، د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره د میونښ کلني امنیتي کنفرانس په څنډو کې وګوري چې ورسره د ((اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.))

دواړو تېره میاشت په جینیوا کې له یو بل سره لیدلي ول. غربي حکومتونه غواړي باوري کړي چې ایران اټومي وسلې جوړې نه کړي، او تهران غواړي ورباندې هغه لګېدلي بندیزونه ختم شي چې اقتصاد ته یې تاوان رسولی.

تېر کال په دوو ټاکل شویو نېټو کې تړون ته په رسېدو کې تر پاتې راتګ وروسته، د نړۍ شپږ ځواکمن هېوادونه او ایران سلا شول چې د اټومي تړون په اړه د مارچ تر میاشتې سیاسي جوجاړي او د جون تر ۳۰مې جامع تړون ته ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG