د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردنیو الوتکو د اسلامي دولت پر اهدافو بریدونه کړي


اردنیو جنګي الوتکو تېره ورځ په شام کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر اهدافو بمباري وکړه.

تر دې مخکې دې الوتکو د هغه پیلوټ د کلي پر سر پروازونه وکړل چې دوه ورځې مخکې وسله والو وژلی وو.

د اردن ځواکونو په یوه بیان کې ویلي، په بریدونو کې لسګونه جېټ الوتکې وکارول شوې چې د اسلامي دولت وسله والو د وسلو زېرمتونونه یا ډیپوګان او د هغوی روزنیز کیمپونه یې ویجاړ کړل.

بمبارۍ پر داسې مهال وشوې چې د اردن پاچا عبدالله د وژل شوي پيلوټ له کورنۍ سره خواخوږۍ ته د هغه کلي ته ورغلی وو.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ناصر جوده امریکايي ټيلي وېژن سي اېن اېن ته وویل، بریدونه د اسلامي دولت له خوا تېره میاشت د دوی د پيلوټ معاذ الکساسبه نیولو او بیا وژلو پر ضد د غبرګون پیل دی.

وسله والو دوه ورځې مخکې یاد پیلوټ په یوې پنجرې کې ژوندی وسوځاوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG