د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا چاودنه: د توحید اسلام ډلې درې غړي ووژل شول


د لشکر اسلام وسله والې ډلې د برید پړه منلې
د لشکر اسلام وسله والې ډلې د برید پړه منلې

د خېبر ایجنسۍ د تیرا په نري بابا سیمه بېګا ماښام د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې د حکومت پلوه توحید الاسلام ډلې درې غړي وژل شوي او یو بل پکې ژوبل شوی دی.

د مشال راډیو خبریال د خېبر ایجنسۍ د یوه ځايي چارواکي له خولې چې نه غوښت نوم یې څرګند شي وايي، چاودنه اله وشوه چې د توحید اسلام ډلې غړي د وسله والو پر ضد د جګړې لپاره سنګر ته د ختو په حال کې ول.

په خېبرایجنسۍ کې د لشکر اسلام وسله والې ډلې ویاند صلاح الدین د برید پړه منلې ده.

د خېبر ایجنسۍ په تیرا کې د زخه خېلو تنظیم توحید الاسلام د حکومت په ملاتړ د وسله والو پر ضد جنګېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG