د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د ښځو پرمختګ پر وړاندې منفي نظرونه


د افغانستان د بشري حقونو او ډيموکراسی سازمان څيړنې څرګندوی چې پدې هېواد کې د ښځو پرمختګ په اړه منفي نظرونه موجود دي.

د دې سازمان اجرایوي مشر خداداد بشارت نن خبریالانوته وویل چې د دوي د څيړنو په اساس د ښځو په وړاندې د یوشمیر نارینه وو چلند ناهیلی کوونکی دي.

نوموړي وویل چې په ډيرو مواردو کې نارینه د ښځو پریکړو ته درناوی نه لري او په اکثرو مواردو کې ښځې له تحقیر سره مخ کیږي.

یو شمیر ښځینه فعالانې هم د دې سروې نتایج سم بولي او له حکومته غواړي چې باید پدې برخه کې دعامه پوهاي پروګرامونه ډېر کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG