د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دمشق کې اووه تنه شییعه زیارتیان ووژل شول


د شام دولتي رسنۍ او فعالان وايي، په دمشق کې لږترلږه اوه کسان د لبنانیو شییعه زیارتیانو پر یوه بس په بمي حمله کې وژل شوي دي.

دولتي رسنۍ او په بریتانیا کې د شام بشري حقونو څار ډله وايي چې په دې حمله کې ۲۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې زیارتیان د دمشق له سیدنا رقییه زیارته د جنوب سیدنا زینت زیارت ته روان ول چې بم پرې وچاودېد.

د دې حملې پړه په شام کې د القاعده شبکې همکارې ډلې، النصره جبهې منلې او د بس مساپران یې د لبنان شییعه حزب الله ډلې جنګیالي بللي دي. نصره جبهې ادعا کړې چې دا یوه ځانمرګیبرید وو خو دولتي رسنۍ وايي چې په بس کې بم ایښودل شوی و.

حزب الله خپل جنګیالي شام ته استوي چې د شام له دولتي ځواکونو سره په جګړه کې برخه واخلي، د هغوی دې ګام په سني سختدریځو ډلو کې سخته غوسه پارولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG