د لاسرسي ځای

تازه خبر

نایجېریا کې د بوکو حرام وسله وال پرشا تمبول شوي


د بوکو حرام ډلې وسله والو د نایجېریا په میدوګوري Maiduguri ښار کې نوي عملیات پیل کړي دي.

پرونی «یکشنبه» برید یوه اونۍ له وروسته کېږي چې د نایجېریا پوځ د دې هېواد شمال ختیځکې د لوی ښار نیولو لپاره د سختدریځې ډلې هڅې پر شا وتمبولې.

بوکو حرام ډلې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د نایجېریا په شمال کې د یوه اسلامي دولت رامینځ ته کولو په مقصد عملیات پیل کړل او په دې وروستیو کې یې په ګاونډيو هېوادونو کېمېرون او چاډ کې بریدونه پیل کړي.

افریقايي ټولنې له دې ډلې سره د ډغرې وهلوپه موخه د یوه اوه نیم زره کسیز ځواک جوړېدو پلان ملاتړ کړی. بینین، کېمېرون، چاډ او نایجېریا دې ځواک ته د سرتېرو له ورکولو سره موافقه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG