د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند په شکارپور کې چاودنې ۲۰ تنه وژلي ګڼ ژوبل


د سیند صوبې په شکار پور کې په امام بارګاه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل شوي دي. پولیس چارواکي وایي چاودنه د شکارپور په لکي در سيمه کې په امام بارګاه کې د جمعې د خطبې پر مهال مخې ته راغلې ده.

د شکارپور ولسي روغتون مشر ډاکټر شوکت رسنیو ته ویلي په ژوبلو کسانو کې د یو شمېر زخمیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.


پولیس چارواکي وایي د چاودنې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي خو تراوسه جوته نه ده چې دا یو ځانمرګی برید و او که باروت په امام بارګاه کې اېښودل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG