د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کابل- کندهار سړک ټرافیکي پېښې ۲۲ کسان وژلي


نن (پنجشنبه) غرمه د زابل مرکز ته څېرمه د کاکړانو چينې په سيمه کې دوو موټرو ټکر کړی دی چې پکې تر اوسه پورې دوه ويشت تنه مړه شوي او د دېرشو په شاو خوا کې نور ژوبل دي.

د زابل د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وايي، ټکر د درې سوه درې موټر او يوه ټېلر تر منځ شوی دی.

دی وايي، ځينې کسان له په موټر کې بند دي او دوی تر اوسه دوه ويشت مړي را ايستلي دي.

د ده په خبره، کېدای شي د مړو شويو کسانو شمېره نور هم زيات شي.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، ټکر شوی درې سوه درې موټر د ټونس پيما په شرکت پسې تړلی او نن له کندهاره کابل ته روان وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG