د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان:چاودنې څلور کسان وژلي


د افغانستان په لغمان ولایت کې په یوه چاودنه کې درې عام کسان او یو محلي پولیس وژل شوي.

د دې ولایت وياند سرحدي ځواک مشال راډیو ته ویلي،چې نن (پنجشنبه) سهار شاوخوا اته نيمې بجې د مرکز اړوند مصري کلا په سیمه کې د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله درې تنه ولسي وګړي او یو محلي پولیس وژل شوي.

ځواک وايي امنيتي ځواکونو د يادې پېښې په تړاو یو مشکوک کس نيولی دی،چې اوس ترې پلټنې کوي.

بلخوا په ننګرهار ولایت کې چاودنې يو ماشوم وژلی دی

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول احمد ضیا عبدالزی مشال راډیو ته وویل نن سهار شا وخوا اوه نيمې بجې د فوايد عامې رياست تر څنګ د خزلو په ډېران کېایښودل شوی بم د چاودنې له وجې یو ماشوم هغه وخت وژل شوی چې د دغه ځای نه د تيریدو په حال کې وو.
د پيښې په پړه تر دې چا په غاړه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG