د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې یوه ماشومه له تښتوونکي وژغورل شوه


نن د چهارشنبې په ورځ یوه اوه کلنه ماشومه، چې د یو کس له خوا تښتول کېده، چې پولیسو وژغورل شوه او برمته ګر یې ونیولی.

د پکتیکا د ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر له لوري مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې برمته ګر زمان نومیږي، چې د ارګون ولسوالۍ د علي خېلو د کلي اوسیدونکی دی، او تښتول شوې ماشومه پلوشه نومیده، چې د یادې ولسوالۍ د خانه دارو د کلي اوسیدونکې وه.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې تورن کس نیول شوی او په ارګون کې د پولیسو تر تحقیقاتو لاندې دی، تر څو د پيښې اصلي لامل په ګوته کړي.

په خبرپاڼه کې د برمته ګر د مخکینیو جرمونو په باب څه نه دي ویل شوي، چې نوموړي پخوا په نورو سیاسي او جنايي جرمونو کې هم لاس لاره او کنه.

د یادولو وړ ده دا لومړی ځل دی، چې په پکتیکا ولایت کې د اختطاف پېښه رامنځته کیږي او ملي پولیس يې مخه نیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG