د بلوچستان مرکز کوټې ښار د ښاروال « میېر» لپاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نوماند ډاکټر کلیم الله وټاکل شو او د هغه مرستیال ښاروال بیا د مسلم لیګ ن ګوند یونس بلوڅ ټاکل شوی دی.
د ښاروالۍ حکومتونو د غېر سرکاري شمېرو له مخې ډاکټر کلیم الله ۵۴ رایې وړې او د هغه پر وړاندې د ټول ګوندیز ډموکراټيک اتحاد قاضي قاهر اڅکزي ۱۴ او د پاکستان تحریک انصاف خدابخش څلور رایې وړې دي. د ټاکنیزڅار سرکاري چارواکي ۱۲ رایې ناسمې ګرځولې. ټولټال ۸۴ کونسلرانو رایې اچولي دي.
د ښاروالۍ په دې ټاکنو کې نېشنل پارټۍ او مسلم لیګ نواز د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ملاتړ کړی.
له دې سره د چارشنبې پر ورځ په ټول بلوچستان کې د ځايي حکومتونو وروستي پړاو پای ته ورسېدلی چې پکې کونسلرانو، ضلعي، ښاري او د ښارګوټو ښاروالان وټاکل.
د یادولو ده چې په پاکستان کې د نوي حکومت له راتلو وروسته بلوچستان د دغه هېواد لومړی صوبه شوه چې د بلدیاتي انتخاباتو بهیر یې ترسره ورسولی.
له کوټې کوچنی پاریس جوړوم
د کوټې نوي ټاکل شوي ښاروال «میېر» ډاکټر کلیم الله له ټاکلېدو وروسته له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د کوټې ښکلا او بیا ودانۍ لپاره به له بهره فنډونه راوړي، او دغه ښار به يو ځل بیا د تېر په څېر کوچنۍ پاریس جوړوي.
له نوموړي سره په کوټه کې زموږ خبریال خدای نور ناصر مرکه کړې، چې ستاسو پام ورته راګرځوو.
د کوټې ضلعې د بلدیاتو چېرمیني بیا د عوامي نېښنل پارټۍ نعیم بازي یووړه.