د کوټې ضلعې ښاروال د عوامي نېشنل ګوند نعیم بازی وټاکل شو
د کوټې په شمول په ټول بلوچستان کې د ښاروالۍ ټاکنو» بلدياتي انتخاباتو» درېيمه او وروستۍ لړۍ روانه ده. په دې انتخاباتو کې د کوټې ضلعې ښاروال او مرستیال ښاروال لپاره انتخابات پای ته ورسېدل، خو د کوټې ښار د ښاروال او مرستيال ښاروال لپاره رايې اچوونې لا هم دوام لري. د کوټې ضلعې ښاروال څوکۍ د عوامي نیشنل ګوند نعیم بازي ګټلې او مرستیال ښاروال څوکۍ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عصمت الله ګټلې ده. د کوټې د ښاروال لپاره لاهم رايې اچوول کېږي، خو د ښاروال لپاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ډاکټرکلیم الله او د مرستیال ښاروال لپاره د مسلم لیګ ن يونس بلوڅ ته د ډېري ګوندونو ملاتړ ترلاسه دی. د کوټې ضلعې له نوي ټاکل شوي ښاروال نعیم بازي سره زموږ خبریال خدای نور ناصر خبري کړې دي.