د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې تر ۵۰ زیات مشکوږ وسله وال وژل شوي


په پاکستان کې چارواکي وايي د افغانستان پولې ته نږدې په نارامه قبایلي سیمه کې په هوايي بمبارۍ کې تر پنځوست زیات مشکوک وسله وال وژلي دي.

پوځ وايي پرون سېشنبه د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې هوايي ځوک یې د وسله والو شپږپټنځایونه دوه ځلي په نخښه کړي دي.

چارواکي وايي په وژلو شویو کې بهرنیان هم شامل دي، همدارنګه ددغې بمبارۍ په ترڅ کې دوسلو او مرمیو زیرمې او په بمونو او چاودیدونکو موادو بار ګاډي هم له منځه وړل شوي دي.

پاکستان پروسږ کال په جون کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پرضد عملیات پیل کړي وو.

په دغو عملیاتو کې د اتلسو سوو نه د زیاتو وسله والو د وژل کیدو راپورونه د پاکستاني چارواکو لخوا ورکړل شوي، خو ددغو راپورونو په خپواکه توګه پخلی ناشونی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG