د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د موټر سایکل پر غبرګه سورلۍ بندیز


د سیند صوبې په لوی صنعتي ښار کراچۍ کې پوليس وايي، چې د درو ورځو لپاره یې د موټرسايکل پر غبرګه سورلۍ بنديز لګولی دی. دا پرېکړه له هغه وروسته کېږي چې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو پر ډلو بیا بیا بریدونه کېږي.

د کراچۍ پوليس په پرونۍ «ګل ورځ» خبرپاڼه کې راغلي چې د فېبرورۍ له ۲۶مې نېټې پیل شوی او تر سبا پورې دوام لرونکی دا بنديز به په ښار کې د پولیو ضد د ويکسين ټيمونو د امنيت په خونديتوب کې ښه رول ولري.

په کراچۍ کې د ګوزڼ ضد څاڅکو کمپاين پرون دوشنبه د دريوو ورځو لپاره شروع شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په پاپوش نګرسيمه کې د پولیو ضد کمپیان یو ساتونکی پولیس د نامالومه موټرسایکل سورو وسله والو لخوا وژل شوی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG