د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه نصير اباد کې پرون ماځيګر «ګل ورځ» د سړک غاړې بمي چاودنې پنځه ولسي وګړي وژلي او يو يې ژوبل کړی دی.
د نصير اباد د چتر سيمې پوليسو مشر غلام سرور ابړو بيګا مشال راډيو ته وويل، چاودنه د سورلو پر يو ګاډي شوې.
دی وايي، په ژوبلو کسانو کې د یوه تن حالت د انديښنې وړ دی. تر اوسه هېچا د بريد پړه نه ده منلې.