د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې مو روغ کور ونه لید. روف لالا


په شمالي وزیرستان کې مو روغ کور ونه لید. روف لالا
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان پوځ پرون «یکشنبه، اتوار» شمالي وزيرستان ته د سېنېټ دفاعي کمېټې غړي بيولي ول او هلته يې ورته د ضرب عضب عملياتو د موثريت په اړه معلومات ورکړل او ځېنې ځايونه يې ورته وښودل. په تللو غړیو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سيڼتر عبدالروف چې په روف لالا شهرت لري، هم شامل وو. نوموړی وايي پوځ ورته وويل چې د ټولو وسله والو مرکزونه يې له منځه وړي او د مارچ له مياشتې به د وزيرستان بې کوره کړل شوي کډوال په دريوو مرحلو کې خپلو کورونه ته ستنېدل پیل کړي. له روف لالا سره د مشال راډيو له همکار بشيرګواښ مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې په شمالي وزيرستان کې يې څه وليدل؟

XS
SM
MD
LG