د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاعري او موټرواني په یو مهال


فایل فوټو
فایل فوټو

له کراچۍ د پاکستان نورو ښارونو او افغانستان ته د مال وړونکو ګاډو ډېري ډریوران د قبایلي سېمو او په تېره بیا د خېبرایجنسۍ سره تعلق لري. په دغو ډریورانو کې یو شمېر داسې خلک هم شته چې نه یوازې خپل ګاډي چلوي بلکې شاعري لولي او هم یې لیکي .

فدا محمد مخلص یو له دغو ټرانسپورټرانو څخه دی، هغه وایي د خپل عمر زیاته برخه یې په ډریورۍ کې تېره کړې ده او د شاعرۍ دوه کتابونه یې هم چاپ دي.

ننواتې او پرهرونه پاڼې پاڼې زما د شاعرۍ چاپ کتابونه دي. د خېبر د خلکو شاعري خوښه ده ، دې خاورې تل ادبي خلک زیږولي دي او اوس هم خلک په متلونو او د ژوند په نور برخو کې د حمزه بابا،خاطر،ناظرشینواري او نورو شاعرانو له شاعرۍ استفاده کوي.

فدامحمد مخلص زیاتوي څه موده مخکې به ددوی سره په ګاډو کې سیتار،باجه او د موسیقۍ نور الات هم وو، او چې کوم هوټل کې به د شپې د تېرولو لپاره ودریدل نو هلته موجود ډریوران به راټول شو او د موسیقۍ بانډار به یې جوړ کړو خو په دغو ګاډو د حملو وروسته اوس زیاتره خلکله ځانه سره د موسېقۍ الات نه ګرځوي، هغه وایي د ډریورانو شاعرانو زیاتره شاعري د مساپرۍ په موضوعاتو وي

ما ۲۵ کاله ډریوري کړې ده او همدومره وخت مې شاعري کړې لوستلې او اوریدلې ده . زما په ګاډي کې تل ماسره د کوم شاعر کتاب پروت وي . د شاعر ډرایور د شاعرۍ موضوع مساپري وي.

د خېبر ایجسنۍ د ذخه خیلو د سېمې عبدالغفور غفور هم له ډېرې مودې راهسې ډریوري کوي، هغه وایي د کلي په حجرو کې د موسیقۍ محفلونو او بیا د کراچۍ نه تر باګرامه اوږدو مزلونو او سفرونو یې مزاج باندې شاعرانه څپې شیندلي دي.

زمونږ شینواري او اپریدي د ادب سره ډېره مینه لري ، زمونږ د اپریدو په حجرو کې اوس هم د سیتار او ګړي منجلوسونه وي، ما په ګاړي کې ټیپ لګولی دی چې ټول پکې د مصري خان خاطر شاعري اورم،همدې زه شاعر کړی یم . زمونږ د سېمې ډریوران اکثر دشپې د سفر په مهال د خاطر شعرونه او یا ټپې زمزمه کوي.

عبدالغفور عفور وایي زیات ژوند یې د لارې په اوږدو کې تېر کړی خو چې کله په کراچۍ کې خپلې دېرې ته راشي نو دلته هم ادبي بنډارونه جوړوي چې نور ادب ذوقه ډریوران یې په کې په ډېره مینه ګډون کوي.

یو طرف ته سر ساتل ،بل خوا د اشنا دیدن

مخې له کمر راغی، نه پوهیږم څه وکړم ؟

XS
SM
MD
LG