د خېبر پښتو نخوا په کرک او شاوخوا سيمو کې ميشت د شمالي وزيرستان کډوالو له حکومته غوښتنه کړي چې په دغه سيمو کې دې د خوراکې توکيو ترلاسه کولو لپاره مرکز پرانځي.
په کرک کې ميشت يو شمير کډوالو نن (شنبه) مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې له دغې سيمو څخه بنو ته د راشن ترلاسه کولو لپاره نشي تللي.
د دوی په خبره په کرک کې حکومتي چارواکو يو مرکز هم نه دې جوړ کړي.
بلخوا چارواکي په کرک کې د دغسې یو ځای د جوړولو ضرورت مني خو وایي چې دوی سره دومره وسايل نشته.