د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان دې د ترهګرو خوندي ځایونه بند کړي"


د هند په نوي ډلې کې چارواکي نن (شنبه) د امريکا د ولسمشر باراک اوباما ترتیب شوې درې ورځیني سفر لپاره تياري نېسي. ولسمشر اوباما به سبا هند ته رسيږي.

د تېرې جمعې پر ورځ اوباما د هندوستان ګاوندي او سيال هيواد، پاکستان په اړه وويل چې هند د ترهګرۍ سره په مقابله کې د وزیراعظم نريندر مودي له حکومته شاته پاتې دی.

اوباما پاکستان ته خبرداري ورکړ چې د ترهګرو د خوندي ځايونو د بندولو لپاره بايد نور کار وکړي او د ۲۰۰۸ کال د ممبي د ترهګريزو بريدونو کې ککړو کسانو ته سزا ورکړي.

که څه هم په دې وروستيو کلونو کې د امريکا او هند ترمينځ اړيکې پيچيلي وي، خو اوباما غواړي چې له هند سره اړپکې سمي کړي.

سپينه ماڼې وايي هيله لري چې د موسمياتي بدلون، دفاع او اقتصادي اړيکو کې پرمختګ وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG