د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ستر عدالت د پاکستان ۲۱م اییني ترمیم ضد اورېدنه کوي “


د پاکستان سپریم کورټ د ۲۱م اییني ترمیم په اړه د لومړنۍ اورېدنې لپاره غوښتنلیک منظور کړی دی.

بېګا سپریم کورټ د مقدمو په خپور شوي یوه لېسټ کې ویلي، چې په ایین کې د ۲۱م بدلون پر ضد د درخواست اورېدنه به د جنورۍ پر ۲۸مه نېټه پیلېږي او دا چې په دې لړ کې د جوړې شوې درې کسیزې جرګګۍ مشري به چیف جسټېس ناصر الملک کوي.

د ۲۱م اییني ترمیم پر ضد درخواست لاهور های کورټ بار اسوسي اېشن جمع کړی وو. د ۲۱م اییني ترمیم تر مخه پوځي عدالتونه په وسله والو بریدونو کې د ککړو کسانو مقدمې څېړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG