د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار پولیسو په لوی شمېر وسله نیولې


د ننګرهار پوليسو د جلال اباد ښار د يوه مارکيټ نه، تر يو نیم سل ميلو پورې بېلا بېليل ډول چره ييز ټوپک او تفنګچې راټولې کړي او پهتړاو يې دولس تنه نيولي هم دي.

د ننګرهار پوليسو د جلال اباد ښار د يوه مارکيټ نه، تر يو نیم سل ميلو پورې بیلابيل ډول چره ييز ټوپک او تفنګچې راټولې کړي او پهتړاو يې دولس تنه نيولي هم دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د استناف څارنوالۍ تر نظارت لاندې يې جلال ښار د وسلو خرڅولو په مارکييټ کې په سلګونه ميله بیلا بيل ډول چره چيز ټوپک او تمانچې نيولي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد د پنجشنبې په ورځ په دې اړه په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبریالانو ته وويل:

(( هغه دوکانونه چې په جلال اباد ښار کې يې غیر قانوني وسلې خرڅولې، د څارنوال صیب په حضور کې تالاشي شول چې په دې کې ۲۱ ميله مختلف ډوله لاسي تفنګچې نيول شوي، همدا رنګه په زرګونه د هغې مهمات په لاس راغلي دي، همدا رنګه ۱۳۰ ميله مختلف النوعه د چره يي په نوم هغه وسلې دي چې د سړو د وژلو لپاره دي، په دغو وسلو باندې هر ډول تخریبکاره اعمال تر سره کيږي د هغو په تور مو ۱۲ تنه مظنونين هم نيولي دي.))

د جلال اباد ښار بلال مارکيټ کې له پخوا چره ييز ټوپکونه په هغه چا خرڅول کيدل چې د کورنيو چارو وزرات څخه يې د وسلې اخيستلو او ګرځولو جواز لرلو.

جنرال شيرزاد د دې پوښتنې په ځواب کې چې په بلال مارکيټ د چاپې اچولو مخکې يې ولې دوکاندارانو د کاروبار د بندلو سپارښتنه نه ده کړې وويل:

(( په دې کې هغه وسلې هم خرید او فروخت کيدلې چې هغه ټي تي تفنګچې دي، هغه ميکروب تفنګچې دي، په دې کې د پاکستان ساخت تفنګچې دي، په دې کې د کلاشینکوف مرمۍ دي، موږ نه غوښتل چې د مجرمینو له نيولو مخکې هغوی خبر کړو او بیا دا کار تر سره کړو. موږ وکولای شول چې دا ټول عاملين که دوکاندار دی او که خرڅوونکي دی، دا ګرفتار کړو او د قانون منګولو ته يې وسپارو.))

جنرال شيراز زیاتوي چې پوليسو ته يې امر کړی چې چيرته هم غير مسوول وسله وال ویني، هغه دې ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

XS
SM
MD
LG