د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د قبایلي کډوالو د ستنولو بهیر ژر پیل لېږي”


د پاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو وزیر وايي د قبایلي سیمو نه بې کوره شوي خلکو خپلو کورونو ته د ستنولو لړۍ به د راتلونکې میاشتې د ۱۵ مې نیټې نه شورو شي.

عبدالقادر بلوچ د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل دا کډوال چې شمیره یې شاوخوا دوه ملینه ته رسیدلې ده، د ستنولو لرۍ به په یو کال کې مکمل شي او په دې به سل اربه روپۍ لګښت کېږي چې پکې د متاثرینو سره مالي مرستې هم شاملې دی.

نوموړي وویل چې که یوې خواته په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب نومې عملیات جاري دي نو بلې خواته به د هېواد په ښارونو او نور برخو کې هم د وسله والو خلاف عملیات کېږي.

عبدالقادر بلوچ په رسنیو ټینګار وکړو چې د ترهګرۍ خلاف دې د انتظامیې او پولیس مرسته وکړي.

د افغان کډوالو په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې نوموړي وویل، حکومت ژمن دې چې د روان کال د دسمبر ۳۱ نیټې نه پس به د افغان کډوالو خپل هېواد ته باعزته واپسي یقیني کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG